د کډوالو چارو وزارت د (JRS) موسسې سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
د کډوالو چارو وزارت د (JRS) موسسې سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
15 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د (JRS) موسسې سره د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د لاسليک شوو هوکړه ليکونو پر بنسټ به ياده موسسه د ( ۶) سوه، ( ۱۳) زره او (۴۹۹) امريکايي ډالرو په ارزښت په هرات کې ( ۱۴۸۹) ماشومان، او په کابل کې ( ۱۹۱۰) ماشومان، چې د زده کړو څخه وروسته پاتې او له ستونزو سره مخ دي د پوهنې وزارت د نصاب مطابق له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکوي.
همدارنګه ياده موسسه به د ماشومانو د اړتيا وړ کتابچې او کتابونه برابروي او د زده کړو ترڅنګه به ورته روغتيايي مشورې هم ورکوي.
ياده پروژه به د يوکال لپاره په ذکر شوو ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو ترڅانې لاندې پلي کېږي.
اړوند موضوعات
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس مولوي عبدالرحمن راشد او (JRS) موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول.