د کډوالو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروی کمېټې (NRC) له عمومي رئیس سره پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړي.

0
112

د کډوالو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروی کمېټې (NRC) له عمومي رئیس سره پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړي.

10 جنوري 2023

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د کډوالو لپاره د ناروی کمېټې (NRC) موسسې له عمومي رئیس ښاغلي “یان انګلنډ” سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه ناسته کې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو لپاره په مرستو رسولو کې د ستونزو په اړه خبرې وشوې.

 

ښاغلي یان انګلنډ وویل: NRC په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړو ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوو.

 

نوموړي وویل مونږ ژمنه کوو چې، مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې کوو ا. ا. دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

 

نوموړي زیاته کړه، ما مخکې هم په دوحه، اسلو او دلته په افغانستان کې د ا.ا له مشرانو سره ناستې کړي او د یوه ښه دوست په توګه مې په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت دفاع کړې او خلکو سره مې بحثونه کړي.

 

د مهاجرینو چارو وزیر وویل، مونږ په دې هڅه کې یو، چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړو، بشري مرستې باید شرطونه ونلري.

 

نوموړي زیاته کړه، زمونږ او ستاسو هدف، چې اړمنو ته مرستې رسول دي؛ یو دی، ددې لپاره که یوه لاره بنده شي نورې ډېرې خلاصې دي او مونږ ډاډ درکوو، چې په دې برخه کې مونږ درسره پوره همکار یو.

 

خو په یو کیلو او دوه کیلو مرستو د افغانانو ستونزه نه حل کېږي زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه مرستې دې په داسې شکل ورکړل شي، چې اساسي ستونزې حل کړي، ښاغلي حقاني وویل بهرنیان دې د افغانستان په اړه له بهره فیصلې نه کوي باید دلته حقایق په پام کې ونیول شي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو د مخکښو علماو له پلاوي سره وکتل.

 

مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل: کومې ستونزې چې رامنځته شوي ترشا عوامل لري او هغه عوامل باید له منځه یوړل شي، د مرستو بندول بیرته ښځې متاثره کوي او دا فکر پیاوړی کوي، چې دغه مرستې بشري نه بلکې سیاسي مرستې دي.

Leave a reply