ننګرهار کې د ځوانانو غونډه کې د یاد ولایت والي پر ځوانانو غږ وکړ چې په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

0
120

ننګرهار کې د ځوانانو غونډه کې د یاد ولایت والي پر ځوانانو غږ وکړ چې په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

15 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند د اطلاعاتو فرهنګ رياست ځوانانو چارو امريت له لوري ځوانانو سره په جوړه شوې مشورتي غونډه کې له دوی وغوښتل چې بهر ته د تګ پر ځای په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

 

نوموړي وويل، چې ځوانان د ټولنې د ملا تير حيثيت لري او غوښتنه يې وکړه ترڅو په خپل فکر او انرژۍ سره د هېواد پرمختګ په موخه نوښت او ابتکار وکړي.

 

هغه وويل، چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپير شتون نه لري او پر ځوانانو يې غږ وکړ، چې يو بل وزغمي، تجربې شريکې او په ګډه د هېوادوالو سوکالۍ لپاره کار وکړي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار والي د يو شمېر سوداګرو ترانسپورتي او ترانزيتي ستونزې د حل په موخه واورېدې.

 

د ننګرهار والي دغه راز ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او داسې کارونه تر سره کړي ترڅو په خپل ځان بسيا او د پرديو له احتياجه وژغورل شو.

Leave a reply