د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې افغانستان کې د دوی د ښځینه ډاکټرانو راتلونکې خطر سره مخ ده

0
184

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې افغانستان کې د دوی د ښځینه ډاکټرانو راتلونکې خطر سره مخ ده

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان د ۵۱ سلنه نه زیات روغتیايي کادر ښځې جوړوې چې ۹۰۰ ډاکتران، نرسانې او نور متخصصین په کې شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې ډېری افغانان بشري مرستو او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لري او دا هر څه په مرستندویه موسسو پورې تړلي دي.

 

(2023 / 1 / 15    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

  د بې‌پولې ډاکترانو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ا.ا د سرپرست حکومت له لوري په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې بندیز په لګولو سره په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکې له خطر سره مخ شوې.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې چې تازه خپره شوې ویلي، که څه هم د بې‌پولې ډاکترانو روغتیايي کارکوونکي له دغه بندیز مستثنی دي، خو هېڅ ډول رسمي تضمین نه شته چې دوی وکولی شي له کوم ممنوعیت پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان د ۵۱ سلنه نه زیات روغتیايي کادر ښځې جوړوې چې ۹۰۰ ډاکتران، نرسانې او نور متخصصین په کې شامل دي.

اړوند موضوعات:

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: ماشومانو کې ناروغۍ او خوارځواکي ډېره شوې ده

په اعلامیه کې راغلي چې ډېری افغانان بشري مرستو او روغتيايي خدمتونو ته اړتیا لري او دا هر څه په مرستندویه موسسو پورې تړلي دي.

Leave a reply