د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: ماشومانو کې ناروغۍ او خوارځواکي ډېره شوې ده

0
112

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: ماشومانو کې ناروغۍ او خوارځواکي ډېره شوې ده

یاده اداره وایي چې د سرخکان ناروغۍ د ډېرېدو تر څنګ په ماشومانو کې خوارځواکي هم ډېره شوې ده چې د ماشومانو ژوند ته یې جدي خطرونه جوړ کړي دي. سرچینه وایي چې په هلمند کې هم هره اونۍ شاوخوا ۱۵۰ ماشومان روغتونونو ته وروړل کېږي چې تر ډېره په سرخکان اخته دي.

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بې پولې ډاکټرانو نړیواله ټولنه وایي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سرخکان مثبتې پېښې ډېرې شوې دي او ورسره جوخت د ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولینو ویلي چې په هرات او هلمند کې تر دې دمه د سرخکانو ۱۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له دې امله هره ورځ د دوو ماشومانو د مړینې راپورونه ورکول کېږي.

یاده اداره وایي چې د سرخکان ناروغۍ د ډېرېدو تر څنګ په ماشومانو کې خوارځواکي هم ډېره شوې ده چې د ماشومانو ژوند ته یې جدي خطرونه جوړ کړي دي. سرچینه وایي چې په هلمند کې هم هره اونۍ شاوخوا ۱۵۰ ماشومان روغتونونو ته وروړل کېږي چې تر ډېره په سرخکان اخته دي.

په هلمند کې بیا ټولټال شاوخوا ۸۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته ماشومان د ډاکټرانو له لوري بستري شوي دي.

له دې سره جوخت نړیوالې مرستندویه موسسې وایي چې په ماشومانو کې د ناروغیو د خپرېدو او خوارځواکۍ اصلي لامل په افغانستان کې روان بد اقتصادي وضعیت او وچکالي ده.

Leave a reply