کورنیو چارو وزارت: د هیواد په ۸ ولایتونو کې ۳۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي.
کورنیو چارو وزارت: د هیواد په ۸ ولایتونو کې ۳۷ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي.
14 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت اړوند پولیسو د هیواد په ۸ ولایتونو کابل، بلخ، پروان، تخار، فراه، هرات، بغلان او خوست ولایتونو کې ۳۷ تنه د غلا، غیر قانوني ښکار، د دولتي وسلو او موټرو د ناقانونه ساتلو او اخلاقي فساد په تور ونیول شول.
د دې په منځ کې؛ اووه تنه په کابل ولايت کې د غلا په تور ونيول شول، يوه اووه تنه د مسلکي غلو ډله او څلور تنه د مرغانو د ناقانونه ښکار په تور په بلخ کې، څلور تنه غله په پروان کې او يو بل تن په فراه ولايت کې د غلا په تور ونيول شول.
دغه راز د هرات ولايت پوليسو له دغه ولايت څخه د غلا شويو “فيلډر” ډوله متوسط موټر کشف او ترلاسه کړى دى.
اړوند موضوعات
کورنیو چارو وزارت: بغلان کې په نشه یي توکو روږدو ۷۰ تنو درملنه ترسره شوه.
همدا راز دوه تنه غله او يو بل تن ۳۵۰ زره ډالرو د تېرايستو په تړاو په هرات، شپږ تنه په خوست کې د بیت المال د وسلو او موټرو ناقانونه ګرځولو او يو بل تن په بغلان کې د غلا په تړاو نيول شوی دی.
حمادشیرزاد