کورنیو چارو وزارت: بغلان کې په نشه یي توکو روږدو ۷۰ تنو درملنه ترسره شوه.
کورنیو چارو وزارت: بغلان کې په نشه یي توکو روږدو ۷۰ تنو درملنه ترسره شوه.
3 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري په مخدره توکو د ۷۰ د روږدو کسانو درملنه وشوه.
د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ملامحمد نبي کامران وایي، چې په مخدره توکو د روږدو یادو ۷۰ کسانو درملنه له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د بیا ژوند په نامه د یوه خصوصي بنسټ په مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې ترسره کړې او اوس یاد روږدي جوړ او د خپلو کورنیو سره یوځای شول
اړوند موضوعات
افغانی سرې میاشتې ټولنې هلمند او کندز کې زیات شمیر اړمنو کورنیو او معتادینو سره مرسته کړی.
کامران زیاتوي چې یادو روږدو ته دوی فکري روزنه هم په دې موده ورکړې څو د فکري اړخه دغه کسان په ځان بسیا شي.