له ازبکستانه وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله موقتي پرچاوه شوې ده

سرچینې زیاته کړې چې د ازبکستان برېښنا مسوولینو ورته ډاډ ورکړی چې هغوی د برېښنا دغې ستونزې د ژر حل لپاره په هڅه کې دي.
دې وروستیو کې د کابل په ګډون د ډېری ولایاتو خلکو د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له امله په شکایت و، خو د اوبو او انرژۍ د سرپرست له لوري دغه هېواد سره د برېښنا تر نوې هوکړې وروسته د پرچاوۍ ستونزه تر یو برېده کنټرول شوې وه.
(2023 / 1 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان برېښنا شرکت تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
دغه شرکت زیاته کړې چې دا ستونزه پرون مازیګر رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د ازبکستان برېښنا مسوولینو ورته ډاډ ورکړی چې هغوی د برېښنا دغې ستونزې د ژر حل لپاره په هڅه کې دي.
اړوند موضوعات:
برښنا شرکت: د لوی اختر په ورځو کې به د برښنا پرچاوي ټيټې کچې ته راکښته شي