برښنا شرکت: د لوی اختر په ورځو کې به د برښنا پرچاوي ټيټې کچې ته راکښته شي
د افغانستان د برښنا شرکت مسؤلين وايي چې سر له سبا يعنې له (چهارشنبې) ورځې څخه نيولې د لوی اختر تر وروستيو ورځو پورې برښنا عادي حالت کې وي او د پرچاوۍ کچه به کښته شي.
د ياد شرکت مسؤلينو په وينا، چې له لوی اختر څخه وروسته هم د برښنا د خدماتو د ښه والي لپاره هم هڅې روانې دي.
دغه شرکت داسې مهال دغه خبره کوي چې، د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لويو او مهمو ښارونو کې د برښنا پرچاوۍ ستونزې موجودې دي او دې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان برښنا شرکت يوه ورځ مخکې په يوې خبرپاڼه کې ويلي ؤ چې د دې شرکت له لوري د کجکي بند ۱۱۰ کيلو واټه د برښنا مزی يې له کندهار سره نښلولی دی.
دغه شرکت ويلي ؤ چې په دې سره به د برښنا په برخه کې د کندهاريانو ستونزې تر ډېره هوارې شي.