د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کانونو سرپرست وزیر په ملتیا د بلخ، سرپل، سمنګان او جوزجان ولایتونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

0
266

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کانونو سرپرست وزیر په ملتیا د بلخ، سرپل، سمنګان او جوزجان ولایتونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه.

 

13 جنوري 2023

 

‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن بلخ ولایت ته سفر وکړ، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله، په بلخ ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له والي صاحبانو، د جوزجان مرستیال والي، په یادو ولایتونو کې د کانونو له رئیسانو او د ۲۰۹الفتح قول اردو له مسئول سره ولیدل.

 

دوی د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

 

اقتصادي مرستیال د مجلس ګډونوالو ته وویل چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د مصر، سوډان او فلسطین څخه د علماؤ راغلي پلاوي سره وکتل.

 

‏همداراز یې امنیتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک پرېنږدي چې د هېواد د راپورته کېدلو لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.

Leave a reply