د کار او ټولنیزو چارو وزیر د خیریه بنسټونو استازو ته: فعاليتونه مو د دغه وزارت سره په همغږۍ او د ا.ا د پاليسۍ مطابق ترسره کړئ.

0
260

د کار او ټولنیزو چارو وزیر د مؤسسو استازو ته: فعاليتونه مو د دغه وزارت سره په همغږۍ او د ا.ا د پاليسۍ مطابق ترسره کړئ.

12 جنوري 2023

دغه خبرې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ديارلسو مؤسسو او خيريه بنسټونو استازو سره د تفاهم ليکونو د لاسليک کولو پر مهال وکړې.

 

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال د مؤسسو له استازو و غوښتل؛ څو د پروژو ۸۰ سلنه بودجه د پروژو په اصلي فعاليتونو او هيوادوالو ته د خدمت لاره کې په شفافه توګه مصرف کړي.

 

نوموړي زياته کړه، چې خپل فعاليتونه په مرکز کې له کار او ټولنيزو چارو وزارت او ولايتونو کې د دې وزارت له ولايتي رياستونو سره په همغږۍ ترسره او په وخت خپل راپورونه له اړونده مسؤلينو سره شريک کړئ.

 

د ياد شمير مؤسسو له ډلې د سولې او پراختيا لپاره د برابرۍ مؤسسې(APDO) سره د بشري مرستو توزيع او حرفوي زده کړو برخو کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې په باميان او کندز کې به پلی شي.

اړوند موضوعات

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د ترکیي هېواد صداقت خیریه بنسټ استازو سره وکتل.

 

همدارنګه اغاخان بنسټ سره د تفاهم ليک له مخي، ياد دفتر مکلف ده، څو ۹ ولايتونو ( کندز، بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، باميان، دايکندي او پروان) کې د فني او حرفوي زده کړو ۲۶ مرکزونه جوړ او د وزارت د شرايطو مطابق هېوادوالو ته فني او حرفوي زده کړې وړاندې کړي.

Leave a reply