د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د ترکیي هېواد صداقت خیریه بنسټ استازو سره وکتل.

0
111

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د ترکیي هېواد صداقت خیریه بنسټ استازو سره وکتل.

1 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالولی حاجي وارث په داسي حال کي چې د یاد وزارت نورو مهمو غړو هم حضور درلود د ترکیې هیواد اروند صداقت خیریه بنسټ استازي سره وكتل.

 

دغه ليدنه کې دواړو لوریو د وزارت اړوند روزنتونونو، ماشومانو د ملاتړ او همکارۍ برخه کي هر اړخيزې خبرې وكړي.

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر د صداقت خیریه بنسټ استازي سره لیدنه کې، ترکیه د افغانستان دوست هېواد یاد کړ او له افغانانو سره یې د تركي خيريه بنسټونو له مرستو مننه وکړه.

 

نوموړي د صداقت خیریه بنسټ له استازي و غوښتل؛ څو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند فعالیتونو کې له دې وزارت سره پوره همغږي ولري؛ څو په ښه توګه اړمن کسان تشخيص او تثبيت شي او د خیریه بنسټونو مرستې واقعي اړمنو کسانو ته ورسيږي.

 

د صداقت خيرية بنسټ استازي د بي سرپرسته او اړمنو کسانو په برخو کي د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسؤلینو هڅې وستایلې او ویې ویل صداقت خیریه بنسټ په څلورو مشخصو ) روغتونونو، یتیمانو، بې سرپرسته، میرمنو او اوبو څاه (گانو برخو کي فعاليت لري.

اړوند موضوعات

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: لوګر کې د مولانا یعقوب چرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

نوموړي ژمنه وکړه چې د اړمنو او بې سرپرسته ماشوکانو برخو کې به له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
حماد

Leave a reply