د کار او ټولنیزو چارو وزارت: لوګر کې د مولانا یعقوب چرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: لوګر کې د مولانا یعقوب چرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
12 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې لوګر کې د مولانا یعقوب چرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په لوګر ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه خپلو خبرو کې وویل؛ دغه روزنتون، چې کار چارې یې شاوخوا درې کاله وړاندې پیل شوي و، یوه تدریسي او یوه د لیلیې ودانۍ لري.
د یاد وزارت اداري مرستیال مولوي دین محمد خقبین وویل: د اسلامي امارت اساسي اهداف د خدای په ځمکه؛ خدايي نظام اقامه، حق حقدار ته سپارل، د مسلمان له عزت، ناموس، دین، نسب، مال او کلتور څخه ساتنه، د ظالم مخنیوی او له مظلوم څخه دفاع، خلکو ته غوره خدماتو وړاندې کول او په یاده لاره کې د شهیدانو څخه پاتې یتیمانو او بې بضاعته ماشومان ملاتړ او ساتنه ده.
دغه روزنتون چې په پاخه او اساسي ډول په دو پوړونو کې په ۵ جریبه ځمکه باندې جوړ شوی، شاوخوا ۹سوه زره امریکایي ډالره پرې لګښت راغلی دی.
اړوند موضوعات
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د پکتیا ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل.
د یادولو وړ ده چې مولانا محمدیعقوب څرخي (ایسنا) روزنتون په ټولو مډرن وسایلو سمبال روزنتون دی چې د د استرالیا هیواد مسلمانانو په مالي لګښټ او د ایسنا مؤسسې په همکارۍ رغول شوې چې د ۲۰۰ تنو ماشومانو د پالنې او روزنې ګنجایش لري.