د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د پکتیا ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د پکتیا ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل.
11 نومبر 2022
د کاراو ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې کتنه کې د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلې سیمې ستونزې له مولوي حقبین سره شریکې کړي او نه یوازې په جانې خیلو ولسوالۍ بلکې د لوېې پکتیا په کچه د سرکونو، پلونو، روغتونونو، ښوونځینو او دیني مدارسو جوړولو، روغتیايي او د پوهنې غوره خدماتو د رسولو او په یادو ډګړونو کې کیفیت او کمیت دواړه اصلو ته کتنه او په ټوله کې یادو لیرې پرتو سیمو ته د غوره دولتي خدمتونو پر رسولو ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر تیره ورځ د کابل د ځینو علماؤ او قومي مخورو سره وکتل.
د کاراو ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حقبین له یادو قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به اړونده چارواکو ترغوږونو رسوي او په حل کې به یې نه ستړې کیدونکی هلې ځلې کوي.






