ننګرهار بریښنا ریاست: د درونټې بند اړوند سلګونه جريبه ځمکه له غصب خلاصه او دوه شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.

ننګرهار بریښنا ریاست: د درونټې بند اړوند سلګونه جريبه ځمکه له غصب خلاصه او دوه شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.
11 جنوري 2023
د درونټې بند د اوبو د کاسې اړوند اووه سوه (۷۰۰) جريبه ځمکه د ننګرهار برښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي له لوري دوو ګټونکو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.
د نبي افغان او تسل صابر په نوم دوو شرکتونو ته په ترتيب سره (۵۰۰) او (۲۰۰) جريبه ځمکه د زراعتي استفادې له پاره په قرارداد ورکړل شوه چې په پایله کې به یې هر کال د دوه نيم ميليونه (۲۵۰۰۰۰۰) افغانيو شاوخوا عوايد د برښنا شرکت له لوري دولت خزانې ته جمع کيږي.
د قرارداد ورسپارلو پر مهال د برښنا رئيس د دواړو شرکتونو مسئولینو ته توصيه وکړه چې له ورسپارل شوې ځمکې په ښه توګه زراعتي استفاده وکړي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
اړوند موضوعات
ننګرهار ترانسپورټ ریاست وایي دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو لپاره په ۷۰۰ جریبه ځمکه تم ځای جوړ شو.
د درونټې د بند د کاسې اړوند سلګونه جريبه ځمکه پخوا د مختلفو افرادو له لوري غصب شوې وه او هېڅ ډول مفيده استفاده ترې نه کېده خو د ا.ا تر راتلو وروسته دغه ځمکه له غاصبينو راوګرځول شوه او د شفافو قراردادونو له لارې مختلفو شرکتونو او افرادو ته د زراعتي استفادې له پاره په قرارداد ورکړل شوه چې برښنا شرکت ته ترې هر کال ميليونونه افغانۍ عوايد هم ترلاسه کيږي.






