د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ له مخکښو علماء کرامو سره کتلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ له مخکښو علماء کرامو سره کتلي.
10 جنوري 2023
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د اسلامي نړۍ له مخکښو علماء کرامو سره ولیدل، چې پرمهال یې د یاد وزارت نشراتي، فرهنگي او ځوانانو چارو معینانو هم حضور درلود.
وزیر خیرخواه د اسلامي نړۍ مخکښو علماء کرامو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل، چې موږ نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټول مسلمه امت او نړۍ لپاره د خير، صلاح او پرمختګ غوښتنکي یو.
نوموړي د ا.ا.ا تګلارې ته په اشارې سره وویل، چې زموږ موخه د رب العالمین د شریعت او احکاماتو پلي کول دي، او غواړو چي و خپلو مسلمانو هیوادوالو او اتباعو ته د ښه اسلامي ژوند زمینه برابره کړو.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وویل چې اوس مهال اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه افغانستان د غرب او د ځینې مغرضو هیوادونو د منفي تبلیغاتو سره مخ دی، نوموړي د اسلامي نړۍ له مخکښو علماء کرامو څخه وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماء کرامو او ټول مخلصو مسلمانانو سره شریک کړي او د افغانستان ځمکني حقائق نړۍ ته ور په ګوته کړي.
همدا راز د اسلامي نړۍ د مخکښو علماء کرامو د پلاوي مشر الشیخ دوکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا شل کلن جهاد او مبارزه وستایله، افغانانو ته یې د دې ستري بریا مبارکي وویله او دا فتح مبین یې د ټول اسلامي نړۍ بریا و بلله، نوموړي زیاته کړه، چې موږ راغلي یو، څو له تاسو څخه په تأثر په خپلو هیوادونو کې اسلامي نظام په ښه بڼه تشریح کړو.
دغه راز د اسلامي نړۍ د مخکښو علماء کرامو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ او په مختلفو علمي او ثقافتي برخو کې یې له افغانستان سره همکارۍ ته تیاري وښودله.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده چې په یاد پلاوي کې د سوډان، مصر، لیبیا او فلسطین مبارکې خاورې علماء کرام او مشائخ عظام شامل و.






