افغانستان ته د اسلامي هیوادونو د علماؤ راغلي پلاوي د خپل سفر په اړه نن ورځ کابل کې خبري کنفرانس ورکړو.

0
193

افغانستان ته د اسلامي هیوادونو د علماؤ راغلي پلاوي د خپل سفر په اړه نن ورځ کابل کې خبري کنفرانس ورکړو.

10 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي هیوادونو علماؤ راغلي پلاوي نن د کابل په کانټیننټال هوټل کې د خپل سفر په اړه خبري کنفرانس وړاندې کړ.

 

خبر زیاتوي: د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې پلاوي نن د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې افغانستان ته د خپل سفر هدف له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره شریک کړ.

 

شیخ ډاکټر محمد الصغیر، د اسلامي علماوو عمومي منشي؛ په دغه کنفرانس کې د خپل سفر موخه ‏د افغان حکومت له مشرانو او علماوو سره د اړیکو پیاوړتیا او د نظر تبادله وبلله.

 

یاد پلاوي نن د خپل سفر په وروستۍ ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د بريا ساتنه او ټينګښت بايد په حق ثابت پاتې کېدلو، د دښمن دسيسو ته متوجه کېدو او هلو ځلو تر سره شي تر څو د افغانستان مسلمان ولس ته سوکاله او باعزته ژوند مهيا شي.

 

سرچینې همدارنګه له اسلامي نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې له اسلامي امارت سره اړيکې جوړې او نظام يې په رسميت وپېژني او مرسته ورسره وکړي.

 

دغو دیني عالمانو په اسلامي هېوادونو نیوکه وکړه، چې ګواکې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره د امریکا شنه څراغ ته په تمه دي.

 

د دینې عالمانو په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې امريکا دې د افغانستان ۹ ميليارده کنګل کړې شتمني ازاده کړي، تر څو په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې را کمې او له منځه ولاړي شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو د علماو له پلاوي سره وکتل.

 

یاده دې وي چې یاد پلاوي له څو ورځو راهیسې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له زیاتو چارواکو او غړو سره بیلابیل مجلسونه وکړل.

حماد

Leave a reply