عامې روغتیا وزارت: پکتیا ولایت کې شپږ روغتیایي کلینکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

0
170

عامې روغتیا وزارت: پکتیا ولایت کې شپږ روغتیایي کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

 

10 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې په پکتیا ولایت کې شپږ روغتیايي کلینیکونه د ۳،۲ مېلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

 

خبر زیاتوي: د پکتیا د عامې روغتیا رئيس، صدرالدین عزام وايي چې ددې ولایت په شپږو سپینو ساحو کې د ۳،۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت شپږ روغتیايي کلینیکونه ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

 

دغه کلینیکونه د دې ولایت په پنځو ولسوالیو ( ډنډې پټان، جاني خېلو، ګردي څېړۍ، سیدکرم او میرزکه ) کې خدمات پیل کړل چې په دغو کلینیکونو کې پنځه SHC او یو BHC کلینیک دی.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د پکتيا د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې مهاله په دې ولایت کې ۱۷ ځايي روغتيايي کلينيکونو، ۱۰ نوي موبائيل ټيمونه او تر ۴۰۰ پورې بشري قوه د روغتيا په برخه کې په کار ګمارل شوې.

Leave a reply