عامې روغتیا وزارت: د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

0
288

عامې روغتیا وزارت: د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

9 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د سویډن په مالي همکارۍ د نورستان کامدیش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ شو.

 

خبر زیاتوي: د یاد وزارت معين، مولوي حبيب الله اخندزاده او ورسره مل پلاوي نورستان ولايت ته سفر ترسره کړ، چې د دې سفر ترڅ کې یې د کامدېش ولسوالۍ د District hospital پرانېسته ترسره کړه.

 

کامدېش ولسوالۍ د نورستان له مرکز یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د دې روغتون په پرانېستې سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړه او د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو یې مننه وکړه چې د ژمي په دې سړه هوا کې د هېواد دې لرې پرتې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د رسونې په موخه سفر کړی ده.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: هرات ولایت کې د تلېسیمیا روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون د سوېډن کمېټې په مالي مرسته جوړ شوی دی.

Leave a reply