د اداري مرستیال او کمیسیون له لورې د دولتي روغتونونو د ښه والي او صحي بخش د اصلاحاتو طرحې واروزل شوې.

0
87

د اداري مرستیال او کمیسیون له لورې د دولتي روغتونونو د ښه والي او صحي بخش د اصلاحاتو طرحې واروزل شوې.

 

10 جنوري 2023

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ننني غونډه کې په هیواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه وارزول شوه.

 

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د ضرورت او د هیواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هیواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات ورکړل.

 

د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو،د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هیواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو لاسرسی او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو په موخه د مسوول ټیم د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو په موخه د طرحې برابرولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

Leave a reply