د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ شوی   

0
215

د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري یو ګډ سوداګريز مرکز جوړ شوی

نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد شوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله. مخکې د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي.

 

(2023 / 1/ 10    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د بلخ د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، چې په دغه مرکز کې افغان پانګوالو ته د دوکانونو د پېرلو بلنه ورکړل شوې او ویل شوي، چې له اوو زرو ډالرو څخه  به د دوکانونو بیې ټاکل کیږي.
نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد شوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله.

مخکې د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي.

اړوند موضوعات:

د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز بازار به په راتلونکو دوه میاشتو کې پرانیستل شي.

ازبکستان ویلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ویزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای شي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سیمو ته له ویزې پرته د تګ اجازه نه لري.

Leave a reply