د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز بازار به په راتلونکو دوه میاشتو کې پرانیستل شي.
۳سپتمبر ۲۰۲۲
د افغانستان او ازبکستان د ګډ بازار مسوولين وايي چې دغه بازار به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې پرانيستل شي.
د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار د ۷۵ ميليونه ډالرو په لګښت په ۱۲۰ جريبه ځمکه د ازبکستان ترمذ ښار کې سرخان دریا سیمه کې جوړيږي.
د ياد بازار د جوړولو پلان تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لورې لاسليک شو او د دې ګډ بازار د جوړولو موخه د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ وده او دغه راز افغاني محصولاتو ته په نړيواله کچه بازار موندنه ښودل شوې ده.
اړوند موضوعات
د افغانستان او ازبکستان تر مینځ په ګډه پوله لوی سوداګریز بازار جوړیږي.
د افغانستان او ازبکستان د ګډ بازار مشر صفي الوغ بيګ وايي چې د بازار د جوړېدو چارې په وروستۍ مرحله کې دي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د الوغ بيګ په خبره چې افغانان به د ويزو له اخيستلو پرته ترمذ ښار کې دغه بازار ته تګ راتګ کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان د بیلابیلو اقتصادي بندیزونو ښکار دی.