افغان سفارت: د کراچۍ حیدرآباد زندان څخه نن ورځ ۳۰۳ تنه افغان بندیان آزاد او وطن ته واستول شول.

0
167

افغان سفارت: د کراچۍ حیدرآباد زندان څخه نن ورځ ۳۰۳ تنه افغان بندیان آزاد او وطن ته واستول شول.

9 جنوري 2023

په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت تازه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد سفارت په هلو ځلو نن ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار له یو بل زندان حیدرآباد څخه ۳۰۳ تنه افغان بندیان د ښځو او ماشومانو په شمول آزاد او خپل هیواد ته واستول شول.

 

خبر زیاتوي: نن دوشنبه، د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۹ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت د یو بل ښارګوټي حیدرآباد له زندان څخه (۳۰۳) تنه افغانان چی (۶۳) زنانه او (۷۱) ماشومان پکې شامل وه، همدا اوس آزاد شول.

 

سفارت لیکي: راخلاص شوي بندیان خپل وطن ته په ۶ بسونو کې د واستول شول، چې د لارې کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول مصارف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ لخوا ورته اجرا شول.

اړوند موضوعات

پاکستان کې افغان سفارت: د کراچۍ له زندانونه څخه ۵۲۴ تنه آزاد او د سفارت په مصارفو به کورونو ته واستول شي.

 

یاده دې وي چې د شنبې په ورځ هم د کراچۍ له زندان څخه تقریبا ۵۲۴ تنه افغان بندیان آزاد شوي وه.

Leave a reply