پاکستان کې افغان سفارت: د کراچۍ له زندانونه څخه ۵۲۴ تنه آزاد او د سفارت په مصارفو به کورونو ته واستول شي.

0
134

پاکستان کې افغان سفارت: د کراچۍ له زندانونه څخه ۵۲۴ تنه آزاد او د سفارت په مصارفو به کورونو ته واستول شي.

7 جنوري 2023

په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره خبر ورکړی چې نن ورځ د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغان مسافر بندیان آزاد او زر به د سفارت په مصارفو خپلو کورونو ته واستول شي.

خبر زیاتوي چې نن شنبه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په نتیجه کې د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغانان چی (۵۴) زنانه او (۹۷) ماشومان هم پکې شامل دي، ډېر ژر به په څو شیبو کې آزاد او خپل وطن ته ولیږدول شي.

اړوند موضوعات

 پاکستان کې افغان سفارت: پاکستان کې د بندي افغانانو د لېږد لګښت موږ پر غاړه اخلو، کورنۍ دې چاته پیسې نه ورکوي   

 

د زندانيانو د ترانسپورت، د لاري او خوراک څښاک او جامو ټول مصارف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ له لوري ورکول کیږي.

حماد

Leave a reply