پاکستان کې افغان سفارت: پاکستان کې د بندي افغانانو د لېږد لګښت موږ پر غاړه اخلو، کورنۍ دې چاته پیسې نه ورکوي   

0
179

پاکستان کې افغان سفارت: پاکستان کې د بندي افغانانو د لېږد لګښت موږ پر غاړه اخلو، کورنۍ دې چاته پیسې نه ورکوي 

یاد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بندیانو له کورنیو غوښتي، چې د خپلو بندیانو د لېږد لپاره هیچا ته پيسې ورنه کړي.

‏وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په کراچۍ کې یو شمېر افغانان له زندانونو خوشي شوي خو هېواد ته د بېرته تګ لپاره پیسې نه لري.

 

(2023 / 1 / 3    نېټه   باغي  ټلویزیون  )

بشپړ راپور 

‏په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، هیواد ته د ټولو هغو افغان بندیانو د بېرته لېږد لګښتونه په غاړه اخلي چې د کراچۍ له زندانونو څخه خوشي کیږي.

یاد سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بندیانو له کورنیو غوښتي، چې د خپلو بندیانو د لېږد لپاره هیچا ته پيسې ورنه کړي.

اړوند  موضوعات:

 د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.

د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن وايي، د کراچۍ د ښځو په جېل کې ۱۲۹ افغان غیر قانوني کډوالې ښځې بنديانې دي، چې د دوو میاشتو بند سزا پوره کولو وروسته به له هېواده خپل هیواد ته واپس ولیږل شي

‏وړاندې تر دې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په کراچۍ کې یو شمېر افغانان له زندانونو خوشي شوي خو هېواد ته د بېرته تګ لپاره پیسې نه لري.

Leave a reply