د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن وايي، د کراچۍ د ښځو په جېل کې ۱۲۹ افغان غیر قانوني کډوالې ښځې بنديانې دي، چې د دوو میاشتو بند سزا پوره کولو وروسته به له هېواده خپل هیواد ته واپس ولیږل شي

0
95

باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن وايي، د کراچۍ د ښځو په جېل کې ۱۲۹ افغان غیر قانوني کډوالې ښځې بنديانې دي، چې د دوو میاشتو بند سزا پوره کولو وروسته به له هېواده وایستل شي.

شرجيل ميمن په خپل يو بيان کې په سوشل ميډيا په جيلونو کې د بندي افغان ښځو او ماشومانو وائرل شوي عکسونه جعلي بللي او ويلي يې دي چې دا عکسونه د سندهـ د کوم جيل نه دي.

صوبايي وزیر وویل چې د کراچۍ د ښځو په زندان کې ۱۲۹ افغان مېرمنې بندیانې دي، د افغان مېرمنو ترڅنګ د دوی ۱۷۸ ماشومان هم په زندان کې دي چې بندیان نه دي.

په همدې لړ کې د سندهـ د اطلاعاتو وزیر هم ویلي چې د قانون له مخې د زنداني میرمنو میندو ته د ۷ کالو نه کم عمره ماشومان ساتل مجبوره دي، دغه میرمنې به د دوو میاشتو د بند سزا پوره کولو وروسته له هیواده وایستل شي.

Leave a reply