په بلوچستان ايالت کې د ترافيکي پېښې له امله ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
241

د پاکستاني چاوراکو د معلوماتو له مخې یاد مسافر وړونکی بس له کوټې څخه خیبرپښتونخوا ته روان و چې د قلعه سیف الله په تورو وسکي سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
سرچينې وايي، د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د سیمې نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

(2023 / 1 / 9    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، چې تېره شپه د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ مسافر وژل شوي او شاوخوا ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني چاوراکو د معلوماتو له مخې یاد مسافر وړونکی بس له کوټې څخه خیبرپښتونخوا ته روان و چې د قلعه سیف الله په تورو وسکي سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
سرچينې وايي، د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د سیمې نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

اړوند موضوعات:

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

پاکستاني چارواکو په دغه ترافیکي پېښه کې د نهوو ټپي شوو کسانو روغتیايي حالت خراب بللی دی

Leave a reply