بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

0
223

د دې پېښې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. د دغې ترافيکي پيښې علت د موټر چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي بلل شوې ده.

د بغلان – کابل لویه لاره چې ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه سره نښلوي وخت په وخت د ورته پېښو شاهده وي. په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي. بې احتیاطي، ګړندي تګ او د موټر چلولو د اصولو نه مراعتول د دغو پیښو اصلي لاملونه بلل کیږي.

(2022 / 11 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دبغلان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت په دوشي ولسوالۍ کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او اووه تنه نور ټپيان شوي دي .

د چارواكو په وينا، دا پېښه د شنبې په ورځ د عقرب په ۲۸مه د بغلان ولايت د كليګي په سيمه كې رامنځته شوې ده. د امنیې قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني وايي، چې کرولا ډوله موټر له یوه ویتس موټر سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. د دغې ترافيکي پيښې علت د موټر چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي بلل شوې ده.

اړوند موضوعات:

 په هرات کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده 

Leave a reply