یوه افغان سوداګره ښځه افغانستان ته راستنېږي چې د ط.البانو په مشرۍ له حکومت سره کار وکړي

یوه افغان سوداګره ښځه افغانستان ته راستنېږي چې د ط.البانو په مشرۍ له حکومت سره کار وکړي
اغلې سید په داسې حال کې افغانستان ته د ستنېدو پلان لري چې نجونې له زده کړو بې برخې دي او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار د ط.البانو په مشرۍ حکومت بند کړی دی.
(2023 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بي بي سي فارسي راپور ورکړی چې حسینه سعید، یوه سوداګره او د ښځو د حقونو فعاله چې د ط.البانو د رژیم له واک ته رسېدو وروسته یې په بریتانیا کې پناه اخیستې، پلان لري چې بېرته افغانستان ته راشي او سوداګري وکړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې چې ط.البانو د افغانستان حکومت ونیو، اغلې سید له خپلې کورنۍ سره په بریتانیا کې پناه واخیسته.
دغه مېرمن وايي: «زه غواړم له ط.البانو سره کار وکړم چې د خپل هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړم او د خپل هېواد پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کوم.» اغلې سید چې افغان پاسپورټ او د برتانوي موټر چلولو لایسنس لري، په یوه برتانوي پوځي الوتکه کې ولاړه.
د مېرمن سید میړه او د بي بي سي پخوانی کمره مین پیټر جوینال څلور میاشتې وروسته له هغه چې ط.البانو د جاسوسۍ په تور ونیواو شپږ میاشتې وروسته خوشې شو.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا بهرنیو چارو مرستیال: افغانستان کې جګړه ختمه شوې، د کډوالو بېرته راګرځېدو لپاره زمینه برابروو
اغلې سید په داسې حال کې افغانستان ته د ستنېدو پلان لري چې نجونې له زده کړو بې برخې دي او په غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار د ط.البانو په مشرۍ حکومت بند کړی دی.






