د ا.ا.ا بهرنیو چارو مرستیال: افغانستان کې جګړه ختمه شوې، د کډوالو بېرته راګرځېدو لپاره زمینه برابروو

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نن کابل کې یوې غونډې ته ویلی چې اوس پۀ افغانستان کې جګړه نشته، او د کډوالو د راستنېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نن کابل کې یوې غونډې ته ویلی چې اوس پۀ افغانستان کې جګړه نشته، او د کډوالو د راستنېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، طالبان ژمن دي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده
نوموړي همدا راز پر امریکا یو ځل بیا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزاده کړي او افغانان پرېږدي چې د هېواد د سوکالۍ لپاره کار وکړي.