اروپايي ټولنې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده

اروپايي ټولنې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغانان ومني، خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا ورسره مخالفت شوی و.
(2021 / 12 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې ۱۵ غړو هېوادونو د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنرې ییلوا یوهانسن دا اعلان د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړ.
د راپور له مخې له مخې، آلمان به ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۹ او هسپانیه او فرانسه هر به ۲۵۰۰کسان ومني.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغانان ومني، خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا ورسره مخالفت شوی و.
اړوند موضوعات:
د اروپا پنا غوښتونوکو دفتر د راپور پۀ اساس د افغان کډوالو پۀ شمېر کې ۷۲ سلنه ډیر والی راغلی دی
د راپورونو له مخې شاوخوا ۸۵ زره افغانان اروپايي ټولنې ته نږدې هېوادونو ته تليي دي.
تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د مهاجرت ادارې ویلي وو چې د افغانانو د پناه غوښتنې په سلو کې ۷۲ سلنه زیاتې شوي دي.






