د چک جمهوریت یوې خیریه موسیسې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ 

0
136

د چک جمهوریت یوې خیریه موسیسې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ 

دا چکۍ موسسه وایي، تېرو شلو کلونو کې یې له سلګونه زره افغانانو سره د کورونو، ښونځیو، روغتیایي کلینیکونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کړې او دغه راز یې د انرژۍ او اوبو رسولو پروژې هم عملي کړي دي.

 

(2021 / 12 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چک جمهوریت یوې خیریه موسسې “پیوپل ان نیډ” بېرته په افغانستان کې خپل فعالیت پيل کړ. 

  د راپور له مخې د چکانو په ګډون د دغې موسسې بهرني کار کوونکي د نوومبر میاشتې له پيله په مزار شریف ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

  دا موسسه په افغانستان کې د بشري مرستو دوه عملیاتي دفترونه لري چې لسګونه محلي کارکوونکي هم په کې دي.

  دا چکۍ موسسه وایي، تېرو شلو کلونو کې یې له سلګونه زره افغانانو سره د کورونو، ښونځیو، روغتیایي کلینیکونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کړې او دغه راز یې د انرژۍ او اوبو رسولو پروژې هم عملي کړي دي.

Leave a reply