خوست کې مېشتو وزیرستاني کډوالو سره نیږدې درې میلیونه نغدي مرستې وشوې 

0
167

خوست کې مېشتو وزیرستاني کډوالو سره نیږدې درې میلیونه نغدي مرستې وشوې 

نوموړي وويل دغه وزيرستاني کډوالې کورنۍ چې زياتره يې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کې مېشتې دي، دغه مرستې ورسره د ژمنيو خوراکي او غيرخوراکي توکو د رانيولو په موخه ورکول کيږي.

 

(2021 / 12 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

خوست کې په مېشتو زرګونه وزيرستاني کډوالو کورنيو باندې د نږدې درې ميليونه امريکايي ډالرو نغدي مرستې وېش لړۍ پيل شوه.

دغه نغدي مرسته چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا دغو کورنيو ته ورکول کيږي، پرون یې د وېش لړۍ پيل شوه، چې نږدې يوه مياشت به دوام وکړي.

د خوست مرستيال والي مولوي محمد انور د دغې مرستې د وېش پرمهال وويل چې هرې کډوالې کورنۍ ته ۳۴۵ امريکايي ډالر ورکول کيږي چې ټول شمېر يې اته زره ۲۷ کورنيو ته رسيږي.

نوموړي وويل دغه وزيرستاني کډوالې کورنۍ چې زياتره يې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کې مېشتې دي، دغه مرستې ورسره د ژمنيو خوراکي او غيرخوراکي توکو د رانيولو په موخه ورکول کيږي.

اړوند موضوعات: 

په جوزجان کښې یتیمانو سره نغدې مرستې وشوې

نوموړي له نورو نړيوالو خيريه بنسټونو هم غوښتنه وکړه، تر څو افغانانو سره خپلې بشري مرستې وکړي. ده ډاډ ورکړ چې د خیریه بنسټونو په وړاندې به هيڅ ډول ستونزه نه رامنځته کيږي.

Leave a reply