په جوزجان کښې یتیمانو سره نغدې مرستې وشوې

0
117

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په جوزجان ولایت کښې د اسلامی امارت د چارو ریاست مسولینو د یوې خیریه تنظیم په مالي کمک ددې سیمو ګنړ شمیر یتیمانو سره مالي مرستې کړي دي، د یتیمانو کورنیو د اسلامی امارت او د خیریه ادارې بنیاد خیریه هدف مننه کړې چې دوی سره ی مالي مرستې وکړې.

د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د کار او اجتماعي امورو ریاست د بنیاد خیریه هدف په مالي مرسته ۴۲ یتیمانو ماشومانو سره مالي مرستې وکړې. دې یتیمانو ته ۱۹ زره افغانې نغدې ورکړې شوې، د یتیمانو له لوري د خیریه اداراو د کارونو ریاست د مشرانو نه مننه وشوه چې د ژمې په راتګ سره ی دوی سره نغدې مرستې وکړي چې دا به ددوی ستونزې کمې کړي.
یاده دې وی چې پرون د افغانستان د دفاع وزیر او د طالبانو د تحریک بنیاد ایښودونکې ملا محمد ځوی ملا محمد یعقوب په یو ویډیو بیان کښې ویلي دي چې د افغان سوداګر دې په افغانستان کښې پانګونه وکړي او په افغانستان کښې دې د افغان اولس خدمت وکړي.
ملایعقوب زیاته کړې چې وس وخت راغلې چې افغان ملت یوموټې شي او دې هیواد د پرمختګ لپاره خپل رول ولوبوي.

Leave a reply