ملګرو ملتونو یو ځل بیا ویلي چې پۀ سخت حالت کې افغانستان یوازې نۀ پرېږدي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ویلي چې پۀ سخت حالت کې افغانستان یوازې نۀ پرېږدي
نوموړې ویلي، ملګري ملتونو د خپلو مرستو د زیاتوالي سربېره له نړیوالو مالي موسسو او نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي، تر څو د نغدو پیسو د کمښت له امله رامنځته شوی وضعیت تنظیم او په دغه هېواد کې د بشپړې اقتصادي ـ ټولنیزې پاشل کېدا مخنیوی وشي.
(2021 / 12 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري دي کارلو وايي، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان یوازې نه پرېږدي.
نوموړې چې پرون کابل ته خپل درې ورځينی سفر پای ته ورساوه، ویلي چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره د ټول شموله، عادلانه او سوله ییزې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دي کارلو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو، سیاست والو، ښځینه رهبرانو او د مدني ټولنې له استازو سره لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو له لوري د خپرې شوې ویناپاڼې له مخې، د دغه سازمان مرستیالې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر شتون او د خدماتو پر وړاندې کولو ټينګار کړی او ویلي دي، چې دغه سازمان به په اوسني ناوړه وضعیت کې د افغانانو په څنګ کې وي.
د دي کارلو په باور، د افغانستان اوسنی انساني وضعیت د تېر کال په پرتله ناوړه شوی دی.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو ویلي چې پۀ افغانستان اقتصادي فشارونه به سخت ناورین رامنځته کړي