د بحران نړۍوالې ډلې یو ځل بیا د افغانستان د ناورین د مخنیوي غوښتنه کړې ده

د بحران نړۍوالې ډلې یو ځل بیا د افغانستان د ناورین د مخنیوي غوښتنه کړې ده
د بحران نړيوالې ډلې پر ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې، او نورو هېوادونو غږ کړی، چې له اړمنو افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ښايي د يخنۍ او لوږې له امله تر يو ميليون پورې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.
(2021 / 12 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بحران نړيوالې ډلې خبرداری ورکړی، که پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې نشي، نو ښايي سږ کال ژمي کې تر يو ميليون پورې خلک له لوږې او يخنۍ ومري.
د بحران نړيوالې ډلې له ملګرو ملتونو او ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان روان اقتصادي او بشري وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان ولس د ژوند ژغورلو لپاره بايد پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې کړي.
دغې ډلې اندېښنه ښودلې، که د افغانستان وضعيت همداسې روان وي او بنديزونه لرې نشي، نو ښايي په لنډ وخت کې دومره خلک مړه شي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او بمباريو له امله وژل شوي دي.
د بحران نړيوالې ډلې پر ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې، او نورو هېوادونو غږ کړی، چې له اړمنو افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ښايي د يخنۍ او لوږې له امله تر يو ميليون پورې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.
اړوند موضوعات:
د بحران نړۍوالې ډلې پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنکل شوې شتمني آزاده کړي
ملګري ملتونه هم وخت پر وخت د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعيت اندېښنه ښيي او له افغانانو سره د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه کوي.






