د بحران نړۍوالې ډلې پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنکل شوې شتمني آزاده کړي  

0
253

د بحران نړۍوالې ډلې پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنکل شوې شتمني آزاده کړي  

د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.

سرچینه کاږي ددې جدي اړتیا ده د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.

 

(2021 / 12 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني په تدریجي توګه ازاده کړي.

د بحران نړیوالې ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د شتمني کنګل کول دي.

سرچینه کاږي ددې جدي اړتیا ده د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.

اړوند موضوعات: 

که د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې نه شی نو د افغانستان اقتصاد به سقوط وکړي: شاه محمود قریشي

په راپور کې راځي چې اقتصادي فشارونه د طالبانو چلند نه شي بدلولی او نه هم دا چار اغېزناکه ده، نو له همدې امله دې امریکا په تدریجي توګه د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې امریکا دې ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په امتحاني توګه ازادې کړي او دلته دې اړمنو افغانانو سره د مرستو لار پرانیزي.

Leave a reply