که د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې نه شی نو د افغانستان اقتصاد به سقوط وکړي: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دسمبر په 19 د اسلامی هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د غیر معمولي غونډې کوربه توب کوي.

د اې پي پي رپورټ مطابق ددې غونډې اصلي هدفونه دادي چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره د بیړنیو مرستو اړتیااو په افغانستان کې به یو شمیر نورې ستونزې دنیا ته په ګوته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوې خبري غونډې ته اوویل چې که مونږ په وخت پاملرنه ونکړو، د افغانستان نیمایي نفوس یا ۲۲.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت او ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کېدای شي.
هغه زیاته کړه چې دا هغه شدت دی چې مونږ او نړۍ باید پوه شي او دې ستونزې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
قریشي زیاته کړه چې د افغانستان موجوده وضعیت ته په کتلو سره پاکستان هڅه وکړه چې د نړیوالې غونډې کوربه توب وکړي، هغه وایی چې که ددې ستونز مخنیوي په وخت و نه شي نو د افغانستان دا حالت به ګاونډیانو او ټولې سیمې لپاره به ناوړه پایلې ولري.
هغه وویل چې که چیرې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د زیاتیدونکو اړتیاو سره خوشې نه شي نو هیواد به له اقتصادي سقوط سره مخ شي.

هغه وویل چې د افغانستان د وضعیت په اړه د OIC FMs دا ډول فوق العاده غونډه به ۴۱ کاله وروسته په ۱۹۸۰ کال کې جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载