په هند کې د چورلګې د راغورزیدو پيښه

0
290

باغي ټي وي رپورټ
تيره ورځ د هند فضائيه هيل کاپټر د لویې حادثې ښکار شوې دې ، په دې پیښه کې د هند د ډيفنس افسرانو جنرال بپن راوت سره ټول ۱۳ همکاران وژل ښوي دي.

په پېښه کې جنرال بپن راوت د اکاډمۍ غړي هم په دې پېښه کې وژل شوي دې ، د جیو نیوز رپورټ مطابق په دې پیښه کې یوازې یو کس ژوندی پاتې شوې وی چې د هند فضایي ګروپ کېپټن ورون سینګهه نومیږي.

د جیور رپورټ زیاتوي چې عیني شاهد شیو کمار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مونږ په دې وخت کې ۳ کسان ولیدل، چې یو ژوندی وو او دوه مړه شوي وو، هغه زیاتوي چې ژوندی سړی مونږ نه د اوبو غوښتنه کوله، وروسته له هغه چې هلته موجود لوړپوړي چارواکو هغه ددې ځای نه منتقل کړو.

په رسنیو کې رپورټ مطابق داسي ویل شوی چې دا تن چې اوبه ی غوښتلې د هند د دفاع مشر وو، دا تن وایی چې ما فکر کولو او یقین مې هم نه راتلو چې دا د هند دفاع وزیر دې او دې هیواد لپاره ډیر څه کړې او وس اوبو ته حاجت لري او اوبه غواړي، دا تن وایی چې ما بیا د شپې خوب و نه کړې شو.

Leave a reply