د افغانستان کنګل شوې اثاثې باید خلاصې کړې شي: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ نړیوالې ټولنې ته په ډاګه کړې ده چې افغانستان د خپلو شتمنیو کنګل کیدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، هغه ویلي دي چې په افغانستان کې یو لوی انساني بحران او ستونزې نه د بچ کیدو لپاره دې باید دنړۍ هیوادونه مرسته وکړه او دافغانستان کنګل شوې پیسې باید آزادې شي چې په دې هیواد کې د یو لوی انساني ناوری مخه نیولو کې مرسته وشي.
د پاکستان لومړي زیر د ستراتیژیک مطالعاتی مرکز کې په “جنوبي اسیا کې د سولې او سوکالۍ” په اړه د اسلام اباد کانکلیو د پرانیستې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د ۴۰ میلیونو افغانانو د کړاوونو د هواري لپاره هر ډول مرسته او کووششونه وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د پاکستان لومړي وزیراعظم عمران خان په دې موقع اوویل چې
پاکستان به د دسمبر په ۱۹مه په اسلام اباد کې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې فوق العاده غونډې کوربه وي، هغه زیاته کړه
چې پاکستان به په دې مهمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث وکړي چې په افغانستان کې د افغانانو د کړاوونو د هواري لپاره لاره ومومي.
لومړي وزیر وویل پاکستان به د OIC له لارې خپل رول ولوبوي ترڅو هغو افغانانو ته لاسرسی ومومي چې خوراکي توکو، سرپناه او درملو ته سخته اړتیا لري.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا له لوري د افغانستان قومي اثاثې کنګل کول د افغانانو لپاره چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دي، د اقتصادي او بشري ناورین رامخې ته کیدلو یوه لویه وجه اوبلله.
هغه وويل، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له امله ايران هم د کډوالو له ستونزې سره مخ وو.
د اې پي پی رپورټ زیاتوي چې عمران خان اوویل په افغانستان کې امن نۀ يواځې دپاکستان بلکې دمنځنۍ اسيا دهيوادونو لپاره هم ډیر مهم دى،هغه زیاته کړه چې هم دغه وجه ده چې پاکستان غواړي چې دلته امن راشي ځکه پاکستان په لاره باندې منځنۍ آسیا سره د سوداګرې او دا علاقې یو بل سره نښلولو لپاره پاکستان ډیر زیات خوښ دې چې دلته تجارت ته وده ورس او د سیمې سره ونښلول شي.
عمران خان په خپله وینا کې د پاکستان او هند اړیکو، د جمو او کشمیر شخړه، د ماحولیاتي تبدیلۍ او داسې نورو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو ګټو لپاره په بیلا بیلو مسلو او موضوعاتو ډیرې ګټورې خبرې وکړې.