ملګرو ملتونو ویلي چې پۀ افغانستان اقتصادي فشارونه به سخت ناورین رامنځته کړي

ملګرو ملتونو ویلي چې پۀ افغانستان اقتصادي فشارونه به سخت ناورین رامنځته کړي
د نوموړي په وینا دلته ټولې ستونزې پر افغانستان د لګول شوو اقتصادي فشارونو له امله رامنځ ته شوې دي او ددې جدي اړتیا ده چې یاد فشارونه ختم کړل شي.
ګراندې همدا راز ویلي چې افغانستان پراخو بشري خو تر ټولو مهم سترو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري څو وکړی شي رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړي.
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو پر افغانستان د روانو اقتصادي فشارونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت مخ پر ترینګلتیا دی.
د نوموړي په وینا دلته ټولې ستونزې پر افغانستان د لګول شوو اقتصادي فشارونو له امله رامنځ ته شوې دي او ددې جدي اړتیا ده چې یاد فشارونه ختم کړل شي.
ګراندې همدا راز ویلي چې افغانستان پراخو بشري خو تر ټولو مهم سترو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري څو وکړی شي رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړي.
اړوند موضوعات:
افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړې شي: مولوی امیرخان متقي
نوموړي دغه راز ویلي که اقتصادي فشارونه دوام کوي نو نړیوال دې له دغه هېواد د کډوالو ورتلونکو څپو ته په تمه وي، چې د سترو ستونزو او ناورینونو سبب به شي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم دلته د روان وضعیت او اقتصادي فشارونو په اړه خبرداری ورکړی دی.






