روسیې او امریکا یو ځل بیا د اوکراین په اړه خبرې کړې دي

روسیې او امریکا یو ځل بیا د اوکراین په اړه خبرې کړې دي
پوتین بیا ویلي چې دوی له خپلو پولو سره د ناټو اقدامات، د وسلو ځای پر ځای کول او شرق د ناټو د نظامي اقداماتو پراختیا نه شي زغملی او که دا چاره ادامه کوي نو دوی د غبرګون پلان لري.
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین پر پوله د ناندریو له ډېرېدو سره هممهاله پوتین او جو بایدن په یوه ویډیويي کنفرانس کې پر دې مسئله خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې بايډن پوتین ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین له پولې سره یې تحرکات د زغملو نه دي او له سخت غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي همدا راز ویلي چې روسیه باید د جګړو او نظامي اقداماتو پر ځای سیاسي لار غوره کړي.
پوتین بیا ویلي چې دوی له خپلو پولو سره د ناټو اقدامات، د وسلو ځای پر ځای کول او شرق د ناټو د نظامي اقداماتو پراختیا نه شي زغملی او که دا چاره ادامه کوي نو دوی د غبرګون پلان لري.
اړوند موضوعات:
اروپا او امریکا وايي چې روسیه هڅه کوي پر اوکراین حمله وکړي
پوتین ویلي چې د عملي امنیتي ژمنو غوښتونکی دی. دواړو لورو پرېکړه کړې چې د ستونزې د حل لپاره به کمېټه ګوماري او هغه به ناندرۍ راکموي.
ناټو وایي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري له همدې امله یې زرګونه سرتېري سیمې ته را استولي دي، خو روسیه دا ادعا ردوي.




