ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی ؤ چې که پۀ ژمنو عمل ونکړي کلی به یې بمبارد کړي 

0
255

ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی ؤ چې که پۀ ژمنو عمل ونکړي کلی به یې بمبارد کړي 

د راپورونو له مخې هغه مهال چې په ۲۰۲۰ز کال کې ټرمپ له ملا برادر سره ټلیفوني مکالمه لرله، نو نوموړي ته یې ویلي وو چې که پر ژمنو عمل ونه کړي او د ده له لاسه کوم امریکايي عسکر ته زیان ورسېږي، نو د ملا برادر پر ټول کلي به هوایي برید وکړي.

 

(2021 /  12 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی و، چې ټول کلی یې بمباروي.

د ټرمپ د ماموریت په اړه د یوه کتاب لیکوال چې تر ډېره حکومتي ادارو ته نږدې پاتې شوی او د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشر و، وايي، ټرمپ ملا برادر ته ګواښ کړی و، چې پر ټول کلي به یې هوایي برید کوي.

د راپورونو له مخې هغه مهال چې په ۲۰۲۰ز کال کې ټرمپ له ملا برادر سره ټلیفوني مکالمه لرله، نو نوموړي ته یې ویلي وو چې که پر ژمنو عمل ونه کړي او د ده له لاسه کوم امریکايي عسکر ته زیان ورسېږي، نو د ملا برادر پر ټول کلي به هوایي برید وکړي.

ټرمپ همدا راز ټینګار کړی و، چې د ملا برادر کلی ور معلوم دی.

د بشري حقونو څارونکي وایي چې د ټرمپ دا کار له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه وه او بشري جنایت دی.

د دوی په خبره د ملکیانو پر یوه کلي د بمبار ګواښ او له دې کلیمو د فشار په توګه استفاده کول غیر انساني عمل او بشر ضد جنایت دی.

Leave a reply