د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي

0
196

 د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي

د امریکا د کانګریس غړو هم په وروستیو کې د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي.

 

(2021 / 12 /  8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ددفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې طرفه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.

سرچینه وایي چې تر ټولو ډېر تمرکز به د تخلیې ماموریت پر څرنګوالي وي.

د امریکا پر دفاع وزارت سختې نیوکې دي چې په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې ماموریت خورا کمزوری او د پوښتنې وړ و.

اړوند موضوعات: 

پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی 

د امریکا د کانګریس غړو هم په وروستیو کې د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي.

دوی ویلي چې په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به ارو مرو خپله سزا ویني.

Leave a reply