ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي د افغانستان بې وزلو سره بشري مرستې طالبان غلا کوي

0
213

ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي د افغانستان بې وزلو سره بشري مرستې طالبان غلا کوي

اسټرالیايي چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط ډیلي مېل ته ویلي، چې دا پېښه تېره میاشت د بدخشان په شمالي برخه کې رامنځته شوې، خو استرالیايي چارواکو له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ پرېکړه کړې وه چې د موضوع تر روښانېدو پورې به دغه پېښه نه په ډاګه کوي.

 

(2021 / 12 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت ځواکونو په بدخشان کې د اسټرالیا له‌خوا مرسته شوې ۳.۷ ټنه اوړه لوټ کړي دي.

یادې ورځپاڼې پرون سه‌شنبه د ډسمبر په ۷مه نېټه د اسټرالیايي چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه مرسته شوې اوړه د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو له‌خوا په بدخشان ولایت کې بې‌وزلو کسانو ته وېشل کېدل.

په راپور کې راغلي، دغه ۳.۷ ټنه اوړه د اسټرالیا د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرستې یوه برخه ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لارې اړمنو کسانو ته ورکول کېږي.

اسټرالیايي چارواکو د نوم نه اخیستلو په شرط ډیلي مېل ته ویلي، چې دا پېښه تېره میاشت د بدخشان په شمالي برخه کې رامنځته شوې، خو استرالیايي چارواکو له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ پرېکړه کړې وه چې د موضوع تر روښانېدو پورې به دغه پېښه نه په ډاګه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ملګرو ملتونو استازي له ځنډ وروسته په دې وتوانېدل چې دغه غلا شوي مرستې د طالبانو څخه بېرته ترلاسه کړي.

ډیلي میل د خوړو نړیوال پروګرام له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په راتلونکي ژمي کې ملیونونو ډالرو مالي مرستو ته اړتیا لري، خو په خبره یې هغه حکومتونه چې د طالبانو له‌ خوا د مرستو له غلاکولو وېره لري کولای شي د نغدو پیسو مرستې وکړي.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا پۀ اړه څۀ ندي ویلي.

 

Leave a reply