نایجریا کې مسلحو کسانو یو بس ته اور ورته کړی؛ دیرشو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

نایجریا کې مسلحو کسانو یو بس ته اور ورته کړی؛ دیرشو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
دغه جنایتکارې ډلې چې د سیمې خلک یې غله بولي، له کلونو راهیسې یې د کلیو په لوټولو او په لویو لارو کې د مسافرو په نښه کولو سره د سیمې خلک ویرولي، خو په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي دي.
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نایجریا رسنیو راپور ورکړی چې وسله والو د سوکوتو په ایالت کې یو بس ته اور اچولی او لږ تر لږه ۳۰ مسافر یې وژلي دي.
د شمال لوېدیځ بورنو ایالت د پولیسو ویاند سنوسي ابوبکر د سه شنبې په ورځ وویل چې په بس کې ۲۴ مسافر سپاره وو چې په بس کې تر اولګېدنې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته یووړل شول.
خو دوو ځايي خلکو چې د مړي د لېږدولو لپاره د پېښې ځای ته ورغلي وو، رويټرز اژانس ته وويل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د ٣٠ کسانو مړي شمېرلي دي.
دغه جنایتکارې ډلې چې د سیمې خلک یې غله بولي، له کلونو راهیسې یې د کلیو په لوټولو او په لویو لارو کې د مسافرو په نښه کولو سره د سیمې خلک ویرولي، خو په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه زیات شوي دي.
سربیره پردې، دا ډلې په دوامداره توګه په نایجیریا کې پر ښوونځیو بریدونه کوي او زده کونکي تښتوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق راپور ورکوي چې وسله والو ډلو سږ کال په نایجریا کې له 1400 څخه ډیر د ښوونځي زده کونکي تښتولي دي.





