د جمال خاشقجي پۀ وژنه تورن کس فرانسه کې نیول شوی دی
د جمال خاشقجي پۀ وژنه تورن کس فرانسه کې نیول شوی دی
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د لوېدیځو هېوادونو استخباراتو ویلي وو، چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و. خو پخپله شهزاده سلمان دا تورونه ردوي، او دا وژنه د یو شمېر خپلسرو کسانو کار بولي.
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فرانسوي رسنیو لیکلي، چې پولیسو په پاریس کې هغه کسی نیولی، چې د جمال خاشقجي په وژنې تورن و.
د راپورونو له مخې، دغه سعودي وګړی، خالد عايض الطيبي نومېږي چې د پاريس په چارلس ډي ګول هوايي ډګر کې نيول شوی دی.
دغه سعودي وګړی ۳۳ کاله عمر لري او د راپورونو له مخې د سعودي د محکمې له پخوانيو ساتونکو څخه دی. د فرانسوي رسنیو د مالوماتو پر بنسټ، دغه نیول شوی کس يو له هغو ۲۶ کسانو دی چې د ترکیې حکومت د دې قضيې په ترڅ کې يې په لټه کې و.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د لوېدیځو هېوادونو استخباراتو ویلي وو، چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و. خو پخپله شهزاده سلمان دا تورونه ردوي، او دا وژنه د یو شمېر خپلسرو کسانو کار بولي.
جمال خاشقجي پېژندل شوی خبريال و چې د سعودي پر حکومت به يې نيوکې کولې او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر مياشت په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې ووژل شو.