پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی

پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی
اوس چې طالبان واک ته رسېدلي او د نړۍوالو او هند دا باور دی چې پۀ طالبانو کې د پاکستان حکومت/ استخبارات پراخ لاس لري؛ هند او ځیني نور هېوادونه يې سخت اندېښمن کړي او دوی پۀ دې نظر دي چې ګواکې افغان خاوره به د پاکستان پۀ ګټه د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند په افغانستان کې له رامنځ ته شوي وضعیت اندېښمن دی.
د پنټاګون لوړپوړو چارواکو ویلي دا څووم ځل دی چې هند په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه ورسره شریکوي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې رامنځ ته شوی وضعیت د دوی لپاره د اندېښنې وړ دی.
د پنټاګون چارواکو ویلي دوی د افغانستان له ګاونډیو سره پراخ کار کوي، څو احتمالي خطرونه رفع او اندېښنو ته پر وخت ځواب ووايي.
اړوند موضوعات:
د امارت اسلامی پلاوي د هند ځانګړې استازې سره لیدنه کړې
هند تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو اندېښمن کړي دي، خو ددې تر څنګ یې هم د بشري مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ دی چې د تېر نظام پۀ وخت کې پاکستان پۀ افغانستان تور لګاوۀ چې هند لۀ افغان خاورې پۀ استفادې د پاکستان آرامي لۀ منځه وړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي؛ خو هغه وخت هند او افغان دولت دغه څرګندونې ردولې.
اوس چې طالبان واک ته رسېدلي او د نړۍوالو او هند دا باور دی چې پۀ طالبانو کې د پاکستان حکومت/ استخبارات پراخ لاس لري؛ هند او ځیني نور هېوادونه يې سخت اندېښمن کړي او دوی پۀ دې نظر دي چې ګواکې افغان خاوره به د پاکستان پۀ ګټه د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
خو طالبانو بیا تل نړۍ او د سیمې هېوادو ته ډاډ ورکړی چې دوی او د دوی خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد ونۀ کارول شي او نړۍوال باید دا تشویش ونلري.






