افغانستان نه دې اقتصادي بندیزونه لرې کړې شي: مولوی امیرخان متقي

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وزارت له طرف نه یوه مراسله جاري کړې چې پکښې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی په قطر کښې د بهرنیو هیوادونو د لوړ پوړه چارواکو سره د خبرو اترو په اړه څیړنې کړي دي.

د قطر په هیواد کښې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي د امریکا،یورپین یونین او نور مغربي هیوادونو مشرانو سره په خبرو کښې زیاته کړې چې بدامنه افغانستان د هیچا په ګټه کښې نه دې او په افغانستان کښې بدامني د ټولۍ نړۍ په تاوان کښې ده.
په دې مراسله کښې ویاند زیاتوي چي متقي د امریکا حکومت نمایندګانوته د افغانستان په مختلفو سیاسي، امنیتي، په دې هیواد کښې د انساني مرستو او یو شمیر نورو ستونزو په اړه ټینګار کړې او په ډیر تفصیل ی ورسره خبرې کړي.
په مراسله کښې زیاتوي چې متقي ویلي دي چې په افغانستان کښې سیاسي او نور داسې سازشونو به کامیاب نه شي ، په دې هیواد به دبا اچونه هم ښه پایله و نه لري او ددې په ځای دې د افغانستان حکومت سره ښې اړیکې ټینګې کړي شي او دې هیواد سره دې همکاري وکړي شي چې دلته امن ټینګ شي.
متقي په دې ملاقات کښې ویلي دي چې امارت اسلامي حکومت پلان لري چې د تیرې میاشي د نیم ملیون افغانانو اهلکارو لپاره معاشونه ورکړي او په هیواد کښې په روانو پرمختیایی پروژو یو ځل بیا کار پیل شي، نوموړي زیاته کړې چې په دې لړ کښې دې په افغانستان اقتصادي بندیزونو ختم کړې شي، په افغانستان کښې دې بانکونو ته اجازت ورکړې شي چې کار پیل کړي او په افغانستان کښې پرمختیایی کارونو بیا پیل شي.

Leave a reply