د اروپا پنا غوښتونوکو دفتر د راپور پۀ اساس د افغان کډوالو پۀ شمېر کې ۷۲ سلنه ډیر والی راغلی دی

د اروپا پنا غوښتونوکو دفتر د راپور پۀ اساس د افغان کډوالو پۀ شمېر کې ۷۲ سلنه ډیر والی راغلی دی
د اروپا پناه غوښتنې دفتر زیاته کړې، چې دا د ۲۰۱۶ کال نومبر مياشتې راهيسې تر ټولو لوړه مياشتنۍ کچه ده، په داسې حال کې چې يوازې په يوه مياشت کې د افغان کډوالو شمېر ۷۲ سلنه زيات شوی دی.
(2021 / 12 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپا د پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په اروپا کې د پناه غوښتنې کچه د تېرو پنځو کلونو په پرتله لوړې کچې ته رسېدلي ده.
یاده اداره چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادو، ناروې او سویس کې د کډوالو ارقام ثبتوي، ویلي، چې یوازې په سپټمبر میاشت کې ۷۱۲۰۰ کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې.
د اروپا پناه غوښتنې دفتر زیاته کړې، چې دا د ۲۰۱۶ کال نومبر مياشتې راهيسې تر ټولو لوړه مياشتنۍ کچه ده، په داسې حال کې چې يوازې په يوه مياشت کې د افغان کډوالو شمېر ۷۲ سلنه زيات شوی دی.
اړوند موضوعات:
ترکیې یو ځل بیا پۀ لسګونو افغان پناه غوښتونکي نیولي دي
دغې ادارې د مالوماتو له مخې په سلو کې ۸۶ سلنه افغانانو، ۸۷ د سوريې وګړو، ۸۵ د بلاروس او ۸۱ اريتريايانو د پناه غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره کسان د امریکا په نظامي طیارو کې له هېواد بهر ووتل، خو په زرګونه نورو کسان لا هم په ناقانونه توګه د هېواد پرېښودو په لټه کې دي.





